په تاریخي باب خیبر باندې د پاکستان ۷۵ مه د آزادۍ ورځ ونمانځل شوه

0
107

باغی ټي وي رپورټ
د ملک نور برخو په شان په قبایلي سیمو کښې هم نن د پاکستان ۷۵مه د آزادۍ ورځ وطن سره د مینې او قربانۍ په څرګندونه نمانځل کیږي.
نن د اتوار په ورځ چې کله ۱۲ بجې شوې او د اګسټ ۱۴نیټه په ساعتونو کښې راښکاره شوه نو د ضلع خیبر په تحصیل جمرود تاریخ باب خیبر کښې د آزادۍ د ورځې یوه رنګینه غونډه وشوه.
دې ښایسته غونډې او دستورې په مهال آتش بازۍ مظاهره هم وشوه او د پاکستان سره د مینې او د قربانۍ څرګندونه وشوه.
نن ضلع خیبر په تحصیلونو لنډیکوتل ، جمرود او باړه کښې د آزادۍ ورځ نمانځلو په اړه دستورې تابیا شوي دي، سرکاري عمارتونه ،بازارونه او دوکانونه د پاکستان په قومي بیرغ ښایسته کړې شوې دي، په یو شمیر سکولونو او سرکاري ځایونو کښې د آزادۍ ورځ په مناسبت سره دستورې تابیا شوي دي او د پاکستان آزادي ترلاسه کولو مشرانو ،سیاسي او غیرسیاسي مشرانو د ځاني او مالي قربانیو ستاینه کوي.
……
نور خبرونه

د پاک افغان سیمې د ستونزو په روښانولو کې د باغي پښتو رول یو کال په کامله توګه پوره شو

لنډیکوتل کښې د پاکستان آزادۍ ورځ وطن سره د مینې او قربانۍ په څرګندونه ونمانځل شوه

Leave a reply