لنډیکوتل کښې د پاکستان آزادۍ ورځ وطن سره د مینې او قربانۍ په څرګندونه ونمانځل شوه
باغی ټي وي رپورټ
د ملک نور برخو په شان د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کښې هم د پاکستان ۷۵مه د آزادۍ ورځ په جوش او جذبې سره ونمانځل شوه.
د لنډیکوتل تحصیل په سرکاري سکولونو کښې د آزادۍ ورځ په اړه غونډې تابیا شوي دي.
نن په ګورنمنټ مډل سکول عاشقي کلي میردادخیل کښې د آزادۍ ورځ په مناسبت سره یو رنګین پروګرام تابیا کړې شوې وو.
په دې غونډه کښې د سکول ماشومانو ملي نغمې او قومي ترانه وړاندې کړه او د آزادۍ په مناسبت ی نظمونو هم د غونډې ګډون والو مخې ته وړاندې کړو.
په دې موقع په سکول کښې د پاکستان د قومي بیرغ د پورته کولو دستوره هم وشوه، د سکول استاذانو په سکول کښې د پاکستان شین بیرغ اوچت کړو او آزادۍ ورځ ی د وطن سره د مینې او د قربانۍ په څرګندونه سره ونمانځله.
نور خبرونه