که په بني ګاله چاپې وهل کیږي نو جاتي امرا او د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند مشرانو کورونه هم لرې نه دي: فواد چوهدري

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وفاقي وزير فواد چوهدري وفاقي حکومت ته خبردارے ورکړے دے چې که په بني ګاله باندې چاپې ووهي نو د جاتي امرا او مسلم ليګ نون مشرانو کورونه هم چرته لرې نه دي۔
لاهور کې ميډيا سره خبرو کې فواد چوهدري وويل دکورنيو چارو وزير رانا ثناءالله اؤ نورو په ضد پلټنې پيل شوي دي، رانا ثناءالله اؤ عطاء تارړ دکوم شي څخه ډاريږي، را دې شي او ځانونه دې دقانون مخې ته وړاندې کړي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې فواد چوهدري وويل که چرې په بني گالا کې چاؤدنه وشي نو دجمهوررئيس اؤ مسلم ليگ(ن) دمشرانو کورونه لرې نۀ دي، که چرې مونږ کوڅه په کوڅه تحريک شروع کړو نو دغه حکومت پينځه ورځې هم نۀ شي چليدلى.
په ملک کې د وخت نه مخکې انتخاباتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې د تحریک انصاف مشر وویل چې که شهباز شریف د انتخاباتو اعلان وکړي نو د فریم ورک په اړه ورسره خبرې کولی شي .
فواد چوهدري زیاته کړه چې که مونږ څخه د دوه صوبو حکومتونو ختمولو غوښتنه وشي نو مونږ به هم د سندهه حکومت د ختمولو خبره وکړو. هغه وويل، چې د صوبايي حکومتونو د لغوه کولو خبرې د ټاکنو فریم ورک دې، لومړى د ټاکنو اعلان وکړئ او بيا به پر دې موضوع خبرې وکړو.
نور خبرونه





