عمران خان او د پي ټي آیی کارکوونکي د فوځ او د ملکی ادارو په ضد کرکه او نفرت خپروي، د خلکو په ذهن کښې د نفرت تخم کرلې دې: حمزه شهباز
باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب پخوانى وزيراعلي او د مسلم ليګ ن نائب صدر حمزه شهباز وايي چې د بهرنۍ فنډنګ په اړه د اليکشن کميشن فيصلې اصلي سازش کوونکي په ډاګه کړي دي.
په يو بيان كښې حمزه شهباز وئيلي دي چې د امريكې د سازشونو خرڅوونكو په امريكې كښې د عامه اړيكو يوه كمپنۍ كرايه كړې ده۔
ده ووئيل چې عمران نيازي د پاكستان خارجه پالېسۍ ته ډیر زیات زيانونه رسولي دي، لكه څنګه چې د لاهور جلسې لپاره د هاكي سټېډيم ټرف ونړول شو دغسې اقتصاد ته هم تاوان ورسول شو۔
حمزه شهباز وويل د شخصي سياسي ګټو لپاره د رياستي ادارو د بدنامولو لپاره ناوړه کمپاين پيل شو، عمران خان د خلکو په ذهنونو کې د نفرت تخم وکرلو او د پي ټي ائي کارکوونکي د فوځ په ضد زهرجنه او د کرکې څخه ډکه پروپېګنډه کوي.
نور خبرونه
مسؤلین: د مسلم ښوونیز کورس د لس کلنې ماليې نۀ ورکړې لۀ امله تړل شوی
شمالي وزیرستان کښې د دفاع وزارت جرګې سره د ځایی مشرانو او احتجاج کوونکو خبرې کامیابې شوي دي