د پاکستان ټاکنو کمیشن د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ټول تورونه رد کړي دي

0
142

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د تحریک انصاف د مشر عمران خان ټول تورونه رد کړل.

د اليکشن کميشن وياند وايي عمران خان په چيف اليکشن کميشنر باندي بي بنياده تورونه لګولي دي او اليکشن کميشن د عمران خان دغه تورونه په کلکه ردوي۔
ياده دې وي چې عمران خان په لاهور کې د ازادۍ جلسې ته د وينا پر مهال ويلي و، چې زموږ حکومت ړنګول اوس يوه بله دسیسه جوړوي، زما پر ضد يې د مقدمې جوړولو پلان جوړ کړی.
عمران خان اوویل چې دا خلق زما د نااله کولو پلان جوړوي او د نوازشريف بیا راوستلو لپاره پلان جوړوي.

عمران خان وويل سازش کوونکي دې غوږونه خلاص کړي او غوږ دې ونيسي، عمران خان به هيڅ معامله نه کوي، اليکشن کميشنر سکندر سلطان ورسره پوره مرسته وکړه خو هغه ډیره بده ماتې وخوړه.
دا خبره د یادونې ده چې په لاهور کښې اولسي غونډې ته وینا کښې عمران خان
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان وايي، د وارد شوي حکومت تر ړنګېدو او ټاکنو پورې به يې مبارزه روانه وي، دوی زما په ضد د مقدمو جوړولو منصوبه جوړه کړې ده، زما په نااهله کولو سره د نواز شريف د يادولو سازش روان دی.

د لاهور په نېشنل هاکي سټېډيم کې د ازادۍ جلسې ته په وينا کې عمران خان وويل، کوم کسان چې زموږ حکومت نسکوروي، اوس يوه بله سازش کوي، دوی زما په ضد د مقدمو جوړولو پلان جوړ کړی، ما نااهله کول او نوازشريف ته د ستنولو سازش دی. غږ وکړئ، سازش کوونکي دې غوږونه پرانیزي او غوږ ونیسي، عمران خان به هیڅ معامله نه کوي، د ټاکنو کمېشنر سکندر سلطان ورسره پوره مرسته کړې، ولس په ضمني ټاکنو کې هېڅکله داسې نه دي بریالي شوي، دوی ورته سخته ماتې ورکړه.

نور خبرونه

 CIA:  منظم شدن ال ق عده در افغانستان قابل امکان نیست 

دا هیواد غلو او ډاکوانو لوټ او چور کړې، نواز شریف او زرداري په ضد د پاکستان زمکه راتنګیږي : شیخ رشید

Leave a reply