د خیبر پښتونخوا په دیر سیمه کښې په یوه چاودنه کښې دوه د پاکستان فوځ ځوانان وژل شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
دخيبرپښتونخوا په دير ضلع کې ديوې بمي چاؤدنې له امله دپاکستاني پوځ دوه عسکر وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR ویلي، د دیر په بروال سیمه کې یوه چاودنه شوې، چې په پایله کې یې د پاکستان د پوځ دوه سرتېري وژل شوي دي.
د آئي ايس پي آر ترمخه سپاهي ساجد علي شهيد او سپاهي عدنان ممتاز شهيد د آزاد کشمير سره تعلق لري۔
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د پاکستان پوځ هوډ لري او زمونږ د زړورو سرتېرو قربانۍ به بې ځایه نه ځي.