د پاکستان مسلم لیګ ن مشر حنا پرویز بهټ شهباز ګل ته مشوره ورکړې چې هغه دې بخښنه اوغواړي

0
227

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ (ن) مشرې حنا پروېز بهټ د عمران خان د چيف آف سټاف شهباز ګل عدالت ته د حاضرېدو په مهال د تصويرونو په شريکولو خواشيني څرګنده کړې ده.

حنا پروېز بهټ د شهباز ګل عدالت ته د حاضرېدو په موقع اخېستل شوي عکسونه په ټوېټر د شريکولو په مهال ويلي، چې که شهباز ګل تېروتنه کړې وي، نو بخښنه ولې نه غواړي، ولې د عمران خان په څېر ضد کوي، هغې اوویل چې داسې منظرې چې اووینم نو ډیره غمجنه کیږم.

حنا پروېز لیکلي، چې شهباز ګل باید د خپلو کړنو بښنه وغواړي او بښنه وغواړي، ترڅو چې ستونزه هواره شي.
بل خوا حنا پروېز هغو کسانو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې چې د شهباز ګل په نيول کېدو نيوکې کوي، ليکلي چې که شهباز ګل د هغه څه په تور نه وای نيول شوی چې د ګلونو ګېډۍ يې اغوستي وای؟ په حقيقت کې پي ټي ايي ته ډېره سستي ورکړل شوې وه، چې ګټه يې ترې پورته کړه، اوس خو دوی ټول حدونو څخه تیر شوي دي.


>>>>
نور خبرونه

 حامد کرزي د خپل امنیت د نۀ خوندیتوب خبر ورکړی دی 

زه د زندان څخه نه ډاریږم، ډیر عمر مې زندان کښې تری کړې، که پرته د زما وارنټ زما کورته راننوځي نه زه قانونی د خپل ځان د امنیت حق لرم: شیخ رشید

Leave a reply