په ملک کښې د پی ټي ایی د منع شوي فنډنګ کیس پلټنې ایف ایی اې پیل کړي، د پلټنو په ټیم کښې همهې بدلۍ هم شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي تحقیقاتي اداره (ایف آی ای) په ټول هیواد کې د پاکستان تحریک انصاف د منع شوي فنډنګ کیس په اړه تحقیقات کوي.
د ایف آی اې چارواکو په وینا، د اکثرو بانکونو ډیټا ایف آی اې ته رسیدلې ده، په ځینو زونونو کې د بانکونو ډیټا راروانه ده، هیله ده چې زر به هم راشي.
چارواکي وايي، ایف آی اې ته اختیار لري چې په بانکي اکاونټونو کې د غبن او بانکي حسابونو پلټنه وکړي، په دې اړه د ایف آی اې او د بنکنګ قانون ډېرې مادې شته، په داسې حال کې چې په کراچۍ کې د بانکونو استازي ایف آی اې ته وړاندې شوي دي.
ارواکو وویل چې د سندهه پخوانی ګورنر عمران اسماعیل ته د هغه ادرس څخه د سمن نوټس نه دې ترلاسه شوې کوم چې نوټس لیږل شوی و ځکه چې هغه نور هلته ژوند نه کوي.
دسرچينو ترمخه د ايف آئي اے په تحقيقاتي ټيم کې دوه اړخيزه بې اعتمادي روانه ده او اسسټنټ ډائريکټر عبدالرؤف شيخ په عملي توګه د پلټنو څخه وتلى دى.
سرچينې دعوه کړې چې دتحقيقاتي ټيم مشر ميډيا ته دخبرو کولو څخه منع کړى شوى او انسپکټر وټو هم دتحقيقاتي ټيم څخه بدل کړى شوى او اوس انسپکټر ثناالله شامل کړى شوى دى.
ياده دې وي چې د تحريک انصاف د منع شوي فنډنګ کيس په اړه د اليکشن کميشن د فيصلې وروستو ايف آئي اے په حرکت کښې راغلې او په مختلفو ښارونو کښې پلټني شروع کړي دي.
نور خبرونه
د پاکستان مسلم لیګ ن مشر حنا پرویز بهټ شهباز ګل ته مشوره ورکړې چې هغه دې بخښنه اوغواړي






