زه د زندان څخه نه ډاریږم، ډیر عمر مې زندان کښې تری کړې، که پرته د زما وارنټ زما کورته راننوځي نه زه قانونی د خپل ځان د امنیت حق لرم: شیخ رشید

0
184

باغی ټي وي رپورټ

د کورنیو چارو پخوانی وزیر او د عوامي مسلم لیګ مشر شیخ رشید وايي، د یزیدیانو حکومت هیڅ کوم شرم نشته، د محرم په لسمه یې زما په کور چاپه اووهله.

په ټويټر جاري شوي يو ويډيويي بيان کې شيخ رشيد ويلي چې حکومت په اسلام اباد کې زما په کور له څلورو ګاډو سره چاپه وهلې او سپينې جامې يې اغوستې وې ، هغه اوویل چې يوه ټوله پلټنه خلک لال حويلي ته لېږلې وو.

هغه وویل زه غواړم هغوی ته ووایم چې زما نیمه ځواني په زندان کې تیره کړې ده، له زندانه نه ډاریږم، زندان زما خسرګنې ده ، لاسونه مې هتکړۍ دي او مرګ زما ملګرې دې، پخواني وزیر وویل چې نه زه د سیالۍ څخه د تېښتې واله نه یم او نه د مقابلې ډار خورم.
هغه اوویل چې زه نه په مني لانډرنګ کښې ککړ یم او نه د امپریالیزم ایجنټ یم، زه د پاکستان او د هغه د عظمت سرباز یم، دا خلک ډارولای شي. پخوانی وزیر داخله اوویل چې دوی سعودي عربستان او لندن ته تښتي خو زه هغه تن نه یم چې چرته وتښتم.

هغه زیاته کړه چې زما په ضد وارنټ راوړه، ما خپل ټول سامان تیار کړې دې، زه ځم، زما ټول سامان ، د غاښونو پیسټ، شیوینګ کریم او درمل لرم چې زندان ته لاړ شم مګر زه قانوني او اساسي حق لرم چې د خپل ځان ساتنه وکړم که څوک زما کور ته بغیر د څخه قانوني لار او وارنټ ننوځي.

نور خبرونه

شهباز ګل په دوه ورځې ریمانډ پولیس ته حواله شوې

که ثبوتونه وموندل شي نو عمران خان به هم ونیول شي. د داخله چارو وفاقي وزیر

Leave a reply