شهباز ګل په دوه ورځې ریمانډ پولیس ته حواله شوې
باغی ټي وی رپورټ
شهباز ګل په دوه ورځو جسماني ريمانډ پوليس ته حواله کړے شوے دے۔
د پاکستان تحريک انصاف مشر شهباز ګل په دوه ورځني جسماني ريمانډ پوليس ته حواله کړے شوے دے۔
ډاکټر شهباز ګيل د اسلام آباد د ډسټرکټ او سيشن عدالتونو ډيوټئ مجسټرېټ عمر شبير عدالت ته وړاندې کړے شو۔
د اسلام اباد پوليس لخوا د شهباز ګيل د جسماني ريمانډ غوښتنه شوې وه خو د شهباز ګيل وکيل فيصل چوهدري د جسماني ريمانډ د غوښتنې مخالفت کړی وو.
د محکمې مخې ته کلک امنیتي انتظامات شوي او د اسلام اباد پولیس اضافي پرسونل ځای پر ځای شوي دي په داسې حال کې چې پولیسو خبریالانو ته د محکمې د کوریج نه منع کړي دي.
دا خبره د یادونې ده چې پرون د اسلام اباد پولیسو شهباز ونیول. د راپورونو له مخې شهباز ګل په ضد کهسار تهانه کې د بغاوت او د دملکی ادارو په ضد د کرکه خپرولو مقدمه درج شوې ده.
عمران خان او د پاکستان نحریک انصاف نورو مشرانو د شهباز ګل د نیولو غندنه کړې ده.
شهباز ګل هم په بیان کښې ویلی وو چې هیڅ کله به د ددی وخت یزید ته سر ټیټ نه کړم.