که ثبوتونه وموندل شي نو عمران خان به هم ونیول شي. د داخله چارو وفاقي وزیر

باغی ټی وی رپورټ
د داخله چارو وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د شهباز ګل بيان يو مقرره پروګرام وو او دا ټول کسان په دې کښې شامل دي چې د عمران خان په مشرۍ کښې غونډه شوې وه نو که ثبوتونه وموندل شول نو هغوي به هم ګرفتار کړے شي۔
دجیونیوز پروګرام جیو پاکستان کې دخبرو په مهال رانا ثناء الله وویل چې نن عمران خان وایي چې مونږ ته د نیول کیدو نه وړاندې د صفائۍ موقع راکړي.
دکورنيو چارو وزير وويل شهبازګل مقدمه درج کولو وروستو نيول شوى اؤ په ٢٤ؤ ساعتو کې عدالت ته وړاندې کړل شوى دى، په دې مقدمه کې به پوره قانوني کارروائي کولى شي په داسې حال کې چې د شهباز ګل يا ډرائيور دتشدد خبرې غلطې دي.
هغه زياته کړه چې د مونس الهي له بيان وروسته يې خبر ورکړ چې په بني ګاله کې داسې څه نه دي موندل شوي چې د پنجاب پوليس دې ګمارل شوي وي.






