په تورخم پوله مزدورانو احتجاج کړې .

باغی ټي وي رپورټ
د تورخم په پوله د لندې کوتل سره تعلق لرونکو مزدورانو افغانستان ته د تګ راتګ بندیز خلاف احتجاج کړی دی،پهدګنړ شمیره مزدورانو په دې احتجاج کښې ګډون وکړو او غوښتنه ی وکړه چې ځایی مزدورانو له دې د ویزې پرته په تورخم پوله د تګ راتګ اجازت ورکړل شي .
د تورخم په پوله نادره چوک کې د احتجاجي مظاهرې په مهال مزدورانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د لندې کوتل تورخم ځايي مزدورانو ته دې په شناختي کارډ افغانستان ته د تګ اجازه ورکړل شي. او ځايي مزدورانو ته دې د تورخم په پوله مزدوري کولو لپاره امداد ورکړل شي.
د تورخم سرحدی ولسوالی تحصیلدار غنچه ګل مهمند د مزدورانو سره په کامیابه خبرو اترو سره مظاهره پای ته ورسوله او مزدورانو ته یی ډاډ ورکړو چی د دوی مشروع غوښتنی به تر لوړ پوړو چارواکو پوری رسوی او تر بحث لاندی به یی نیولی شی تر څو یاده ستونزه په ښه ډول حل شی.





