ننګرهار؛ یوې مېرمنې خپل مېړۀ وژلی دی 

0
221

ننګرهار؛ یوې مېرمنې خپل مېړۀ وژلی دی 

دا لومړی ځل نه دی چې یوه ښځه خپل مېړۀ وژني، بلکې تر دې څه موده وړاندې د ننګرهار ولايت په يوه بله ولسوالۍ کې يوه ښځه د خپل خاوند د وژلو په تور ونيول شوه.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې د کورنۍ تاوتریخوالي، ځان وژنې او وژنې څو راپورونه خپاره شوي دي.

 

(2022 / 8 / 9   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په ننګرهار ولایت کې سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په سرخرود ولسوالۍ کې یو سړی د خپلې مېرمنې لۀ خوا وژل شوی دی.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند حاجي رئيس زابلی وايي، چې د دوشنبې په ورځ د اسد د مياشتې په ١٧مه نېټه يوه ښځه د خپل مېړه د وژلو په تور نيول شوې ده.

د ښاغلي زابلي په وینا قاتل په خپل جرم اعتراف کړی دی. په ویډیو کې چې د چارواکو له خوا خپره شوې، ښځې ویلي چې خاوند یې په نشه يي توکو روږدی دی او د پیسو په بدل کې یې خلک له ځانه سره د فحشا کارونو لپاره راوستل.

دا لومړی ځل نه دی چې یوه ښځه خپل مېړۀ وژني، بلکې تر دې څه موده وړاندې د ننګرهار ولايت په يوه بله ولسوالۍ کې يوه ښځه د خپل خاوند د وژلو په تور ونيول شوه.

اړوند موضوعات: 

کراچۍ کې یوې ښځې خپل خاوند وژلو او بدن ی ټوټې کولو اعتراف کړې دې

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې د کورنۍ تاوتریخوالي، ځان وژنې او وژنې څو راپورونه خپاره شوي دي.

Leave a reply