کراچۍ کې یوې ښځې خپل خاوند وژلو او بدن ی ټوټې کولو اعتراف کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ په صدر سيمه کې د وژنې په يوه وحشتناکه پېښه کې يوې ښځې د خپل مېړه د وژلو او د هغه د بدن ټوټې کولو اعتراف کړی دی.
د کراچۍ په يو مقامي عدالت کې د يوې ښځې په ضد د مقدمې اورېدنه شوې چې په صدر سيمه کې يې د خپل خاوند جسد ټوټې ټوټې کړی وو چې پکې د پولیس د پلټنۍ کولو افسر د حتمي چالان جمع کولو دپاره وخت غوښتی وو.
د جیو نیوز رپورټ مطابق پلټونکي افسر عدالت ته وويل چې په کېس کې شامل عيني شاهدان بايد وموندل شي په داسې حال کې چې ملزم څرګنده کړې وه چې هغې خپل مېړه په بې رحمانه توګه وژلى دى. د تحقیقاتي افسر په وینا د تورنې ښځې یوه ۸ کلنې او ۱۳ کلنې لوڼې عیني شاهدان دي او دواړه لادرکه دي چې پلټنې ی پیل کړې شوي دي.





