د آخري پیغمبر د نمسي امام حسین رض د قربانۍ په یاد کښې نن په ټول ملک کښې د لسم محرم ورځ په قدر او درناوي نمانځل کیږي
باغی ټي وي رپورټ
د عاشوره محرم الحرام ورځ چې د پیغمبر اسلام د نمسي حضرت امام حسين (رض) د ابدي قربانۍ په ياد کښې نمانځل کیږي، نن د هېواد په لويو او وړو ښارونو کښې د عاشوره(۱۰ محرم) د محرم الحرام جلوسونه به ویستل کیږي، د امام حسین د قربانۍ ستاینه کیږی.
په لاهور کې د عاشوره د ورځې مرکزي جلوس د نثار حويلي څخه د موچي ګيټ دننه روان شو کوم چې نن ماښام امام بارګاه کربلا لوبې شاه ته رسيدو سره ختميږي.
په کراچۍ کې د لسم محرم مرکزي جلوس به د سهار په نهو بجو له نشتر پارک څخه پېلېږي او د ايم اے جناح روډ، تبت سنټر، بولټن مارکيټ نه به په حسينيه ايرانيان ختمېږي.
دې نه علاوه په نشتر پارک کښې د عاشورا د ورځې مرکزی غونډه وشوه چې پکښې علامه بادشاه حسین نقوی وینا وکړه.د عاشورا د ورځې ۱۲ جلوسونه به د پيښور له مختلفو امام بارګاو څخه روان وي. د جنازې لومړۍ مراسم به د سهار له 11 بجو څخه پیل شي.
په راولپنډۍ کې به اصلي جلوس د سهار په 11:30 بجو د کرنل مقبول امام بارګاه کالج روډ څخه وځي.په کوټه کې به د عاشورا د ورځې جلوس به سهار نهه بجې د امام بارګاه سید آباد علمدار روډ څخه روانیږي، په ګلګت کې به مرکزي جلوس د سهار په اوو بجو د امامیه جامع جومات څخه روانیږي.
په ټول هیواد کې د عاشورا د جلوسونو په لارو کې فوق العاده امنیتي تدابیر نیول شوي دي.په ټول ملک کې سکيورټي سخته ده، په حساسو ښارونو کې به د موبائيل فون سروس د جلوسونو تر ختمېدو پورې بند وي.
په نړۍ کښې هم دا وس څه روان دي، نور خبرونه هم اوګورې