په دې کښې هیڅ کوم شک نشته چې عمران خان یو بهرنۍ ایجنټ دې: وفاقی وزیر، رانا ثناالله

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناءالله خبردارى ورکړى چې د پاکستان تحريک انصاف غړو ويلي دي چې دوي به الټي ميټم ورکړي که چرې هغوي وهل ټکول او ګواښونه وکړل نو د مئ د ٢٥مې نيټې څخه به بد انجام وي.
فيصل آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې رانا ثناءالله وئيلي دي چې معلومه شوې ده چې څوک قوم ته ګمراه کوي څوک رجحان چلوي، څوک چې د شهيدانو په ضد رجحان چلوي هغوي د ګمراهۍ ښکار دي۔
ده ووئيل د الېكشن كمېشن تر پرېكړې وروسته په دې كښې هيڅ شك نشته چې عمران خان د خارجي ايجنټ دى۔
دکورنيو چارو وزير دعوه کړې چې د ريفرنس په دائرولو کې ډير ناوخته دى، هغه اوویل او زیاته ی کړه چې عمران خان به په هر قيمت نااهل کيږي.
هغه زیاته کړه چې کومې ټاکنې د څه لپاره حتمي دي؟ هغه اوویل چې اول د چیف الیکشن کمشنر لرې کړه، دا ډول الټی میټم ستاسو دویم نمبري ده، که تاسو داسې الټی میټم ورکړی وي لکه د مئ په ۲۵ مه، نو یاد ولرئ چې د پرامن غونډو اجازه ده.رانا ثناء وویل که د زورزیاتی، ګواښونو، تشدد او بلیک میل کولو لاره خپله کړه نو د مې د ۲۵مې نه به بده برخلیک ولری.
نور خبرونه
د کالعدم تحریک طالبان پاکستان یو مشهور کمانډر عمر خراساني په افغانستان کښې اووژل شول
وزیراعظم شهباز شریف کامن ویلتهه لوبو کښې د سرو زرو مډالونه ګټلو لوبغاړو لپاره لوی اعلان کړې دې






