وزیراعظم شهباز شریف کامن ویلتهه لوبو کښې د سرو زرو مډالونه ګټلو لوبغاړو لپاره لوی اعلان کړې دې

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د کامن ويلتھ ګېمز په مختلفو مقابلو كښې ميډلز ګټلې د قومي لوبغاړو سره ملاقات كولو اعلان وكړو۔

شهباز شريف خپل بيان کښې وئيلي دي چې نوح بټ، ارشد نديم، شريف طاهر، زمان انور، انعام بټ، شاه حسين شاه، علي اسد او عنايت الله زما په شمول د ټولو پاکستانيانو سرونه لوړ کړي دي او زمونږ نامه ځلولې ده.
وزيراعظم وويل دغو پاکستاني لوبغاړو په نړۍ کې دپاکستان عزت زيات کړى دى، هغوي دټول ملت وياړ دى.

شهباز شريف وويل چې هغه به له دغو ټولو لوبغاړو سره ملاقات کوي او هغوي به هڅوي، په کامن ويلتھ لوبو کې د نورو پاکستاني لوبغاړو ګډون هم د ستاينې وړ دى.

هغه وويل نور لوبغاړي هم په پوره محنت سره د پاکستان نمايندګي کوي، ګټل او بايلل يې د لوبې برخه ده.
وزیراعظم اوویل چې لوبغاړي باید زړه له لاسه ور نه کړي او یاید دوی ډیر محنت او هڅه وکړي.