د پي ټي آیی ګوند ښځینه مشره شیرین مزاري د امریکایی سفیر په اړه د خپل بیان له امله د سختو نیوکو سره مخ ده

0
161

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشرې او پخوانۍ وفاقي وزيره شيرين مزاري د امريکې د سفير په اړه د هغې د بيان له امله په سوشل ميډيا له نيوکو سره مخ ده.
شیرین مزاري د خپلو توپونو مخ د امریکا سفیر په اړخ اړولي او ویلی ی دي چې ډونلډ بلوم او د هغه ډله تورخم ته د تللو په وخت پر حساسو سیمو الوتنه وکړه او پلټنې ی وکړې.

د پي ټي ائي مشره له دغه بيان وروسته په سوشل ميډيا له نيوکو سره مخ شوه، يو کارونکي ترې پوښتنه کړې چې د پي ټي ايي خيبر پښتونخوا حکومت د امريکا وايسراى ته د سور کارپټ ورکولو په اړه څه نظر لري؟
په سوشل ميډيا يو چا د شيرين مزاري د امريکې د سفير نيوکې مسخره بللي او ويلي يې دي چې د امريکا د سفير ډونلډ بلوم دوره چې کومې صوبې ته وه نو په دې صوبه کښې د پي ټي ائي حکومت دې او دا کار د حکومت د اجازې پرته نه کیږی.

د سوشل میډیا یو کارونکي دا هم ویلي چې دوه ورځې وړاندې کله چې د پي ټي ائي حکومت د همدې سفیر څخه ګاړي ترلاسه کول نو تاسو خو هیڅ هم و نه ویل.

Leave a reply