خواجه سعد رفیق عمران خان د موجوده وخت یزید بللې دې

0
81

باغی ټي وي رپورټ
د ریلوې او هوائی چلند وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق د پاکستان تحریک انصاف چیرمین عمران خان د موجوده وخت یزید بللی دی.

عمران خان په سوشل میډیا په خپل یو بیان کې لیکلي چې سره له دې چې په دې پوهیدل چې زمونږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم اولادونه په سمه لاره روان دي خو د کوفې خلک د ویرې له امله د هغوي مرستې لپاره ور نه رغلل او دغه شان دا بده پیښه مخې ته راغله.
عمران خان دا هم وویل چې هر دور خپل یزید لري، د جنایتکارانو یوه ځواکمنه ډله چې د امریکا په دسیسه او د هغوی د ملاتړو په زور په حکومت کې راوستل شوه، پاکستان نن د یزیدیت (فاشیزم) په روحیه اخته دی.
په سوشل ميډيا خپل يو بيان کښې خواجه سعد رفيق د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د بيان په ځواب کښې وئيلي دي چې د هر دور خپل يزيد دے د دې دور يزيد پخپله عمران نيازي دے.

سعد رفیق لیکلي، چې یو مطلق العنان، ظالم حکمران د حق له کلمې نفرت کوي، د هر قانون او اخلاقو نه هاخوا مونږ د خپل دور ظلم او دروغ زغملي او ولس هم زغملی دی، سعد رفیق وایی چې دوی د حسین سره هیڅ تعلق نه لري.

Leave a reply