افغان اولس ته د تورخم له لارې مرستې ولیږل شوې

د پاکستان له طرفه د تورخم له لارې امدادي سامان نه ډګ ټرکونه افغانستان ته داخلیږي
باغي ټي وي رپورټ
دا مرسته د پاک افغان تعاون فورم د سیوري لاندې د افغانستان اولس ته ډالۍ کړې شوه، دا امدادي سامان نن په پاک افغان پوله تورخم د افغانستان چارواکو ته حواله کړې شو.
په دې امدادي سامان کښې ۳۰۰ ټنه امدادي سامان وو،کوم چې په ۱۷ ټرکونو کښې بار وو افغانستان اولس ته ولیږل شو.
په دې امدادي سامان کښې ۱۹۰ ټنه وړه، ۱۱ ټنه غوړي او خوراکي تیل او هم دغه شان په دې امدادي سامان کښې دوه ټنه داروګان هم شامل وو.
د بشري حقونو سازمانونو مشرانو ،سیاسي پارټیو مشران د پاکستان او د پاک افغان تعاون فورم مشرانو ستاینه کړې چې په دې سخت وخت کښې ی افغان اولس سره مدد وکړو.

د امدادي سامان اوولس ټرکونه افغانستان ته داخل شول





