په افغانستان کښې د القاعده تنظیم نشته: ډاکټر آمین الاحق

0
87

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت یو غړي ډاکټر آمین الاحق په یو ویډیو پیغام کښې ویلي دي چې په افغانستان کښې د القاعده وجود نشته.

ډاکټر آمین الاحق وایی چې د القاعده سره په تعلق کښې دوی په زندان کښې وو خو هیڅ جرم راباندې ثابت نه شو او زه د قید نه آزاد شوم، دوی وایی چې زه د امارت اسلامی یو عام غړې یم.
نوموړی وایی چې په سوشل میډیا داسې خبرونه خپاره شوي وو چې زه د القاعده غړې یم، نوموړی وایی چې زه د القاعده سره د تعلق په الزام کښې ونیول شوم او په کال ۲۰۱۱ کښې بغیر د څه جرم او ضمانت آزاد کړې شوم.

Leave a reply