د افغانستان بانک وايي چې خصوصي شرکتونه کولی شي؛ په میاشت کې ۲۵ زره ډالر له خپلو بانکي حسابونو وباسي

د افغانستان بانک وايي چې خصوصي شرکتونه کولی شي؛ په میاشت کې ۲۵ زره ډالر له خپلو بانکي حسابونو وباسي
د افغانستان بانک وایي، له دې وروسته ټول شرکتونه کولی شي چې له خپلو بانکي حسابونو څخه په میاشت کې ۲۵ زره امریکایي ډالر تر لاسه کړي.
(2021 / 9 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
د افغانستان بانک وایي، له دې وروسته ټول شرکتونه کولی شي چې له خپلو بانکي حسابونو څخه په میاشت کې ۲۵ زره امریکایي ډالر تر لاسه کړي.
له یاد بانک څخه په یوه خپاره شوي مکتوب کې راغلي چې ټول خصوصي شرکتونه د میاشتې تر ۲۵زره امریکايي ډالر له بانکونو ایستلی شي.
د دغه مکتوب له مخې، بانکونه او د بهرنیو اسعارو استازولۍ له دې وروسته د شرکتونو له بانکي حسابونو په څلورو اوونیو کې ۲۵زره امریکايي ډالر یا د دې پیسو معادل افغانۍ، شرکتونه ته ورکولی شي.
د افغانستان بانک دا خبره وروسته تر هغه کوي چې پر کابل د ا.ا.ا تر ولکې وروسته د یو څه مودې لپاره بانکونه وتړل شول او تر پرانیستل کېدو وروسته بیا هیچا ته په اوونۍ کې تر شل زره افغانیو او تر دوو سوو ډالرو زیاتې پیسې نه ورکول کېدې.
وروسته تر هغه چې شخصي کاروبارونه او تجارت په ټپه ودرېدل؛ د خلکو شکایتونه ډېر شول چې پایله کې د افغانستان بانک یاده پرېکړه وکړه.





