شپږيزه کرکټ لیګ؛ رحمان الله ګوربز يو ځل بيا خپله وړتيا نندارې ته وړاندې کړه

0
52

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان او مخکښ لوبغاړي رحمان الله ګربز يو ځل بيا خپله وړتيا نندارې ته وړاندې کړه.

ګربز د شپږيزې کرکټ ليګ په روانو سياليو کې د کابل بازانو لوبډلمشري کوي، چې نن يې د خپلې سيالې لوبډلې هندوکش ستوريو پر وړاندې زړه راښکونکې لوبه وکړه.

دغه ځوان افغان ستوري نن په ۴۸ توپونو ۱۲۱ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

داوود احمدزی؛ هغه افغان چې د فرانسې کرکټ ملي لوبډلې ته يې لار موندلې

سريلانکا د آسيا کرکټ جام سياليو له کوربه توبه بښنه وغوښته

ګربز په نننۍ په زړه پورې لوبه کې ۱۰ شپږيزې او ۷ څلوريزې ووهلې چې د لوبې غوره لوبغاړي لقب يې هم وګټه.

په کابل کرکټ نړيوال لوبغالي کې د افغانستان ترټولو سترې کرکټ سیالۍ د جولای مياشتې په ۱۸مه پيل شوې چې ۸ لوبډلې په خپلو منځونو کې سره سيالۍ کوي.

د کرکټ بورډ په وينا له دې سیاليو څخه يې موخه ملي لوبډلې ته د نويو ستوريو موندل او د کورني کرکټ پياوړي کول دي.

په دغو سياليو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او ځينو بهرنیو لوبغاړو ترڅنګ د کورني کرکټ لوبغاړي هم شامل دي.

Leave a reply