سريلانکا د آسيا کرکټ جام سياليو له کوربه توبه بښنه وغوښته
د سريلانکا چارواکو د کرکټ نړيوالې شورا څخه بښنه غوښتې او ويلي يې دي چې دوی نشي کولی د سږني آسيا جام کرکټ سياليو کوربه توب وکړي.
دوی د کرکټ نړيوالې شورا ته ويلي چې اقتصادي، سياسي او ټولنيز وضعيت مو ښه نه دی او غوښتنه يې کړې چې د دغو سياليو کوربه توب دې عربي متحده اماراتو ته ورکړي.
تمه وه چې د افغانستان او سريلانکا په شمول د مخکښو آسيايي لوبډلو ترمنځ راتلونکې ميلادي مياشت کې د آسيا جام کرکټ لوبې په سريلانکا کې ترسره شي، خو په دغه هېواد کې وروستي اقتصادي کړکېچ د دې لامل شو چې سريلانکا د دې لوبو له کوربه توب لاس په سر شي.