عمران خان د پاکستان دیوالیه کیدو لامل دې، مونږ ته پته ده چې اصلي غل څوک دې. د خزانې وفاقي وزیر

0
60

باغی ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير مفتاح اسماعيل وايي کله چې عمران خان واک ته ورسېدو نو ډالر 122 روپۍ او د ملک قرضه 25 زره اربه روپۍ وه.

د مالیې وزیر په خپل ټوېټ کې ویلي چې کله عمران خان لاړ، ډالر ۱۹۰ روپۍ او ملي پور ۴۴ زره اربه روپۍ ته رسیدلې وو.
مفتاح اسماعیل وویل چې عمران خان د پاکستان د دیوالیه کیدو لامل شو، د عمران خان په تیر کال کې پاکستان د ۸۰ میلیارده ډالرو په ارزښت توکي وارد کړل چې دا د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو لوی زیان وو.
هغه وویل چې مونږ سیاسي قیمت ادا کړ خو هیواد مو وژغوره، وزیرخزانه اوویل چې مونږ پوهیږو چې اصلي غل څوک دی.

Leave a reply