داوود احمدزی؛ هغه افغان چې د فرانسې کرکټ ملي لوبډلې ته يې لار موندلې

0
78

د افغانستان د کرکټ پخواني لوبغاړي داوود احمدزي د فرانسې ملي لوبډلې ته لار پيدا کړې ده.

داوود احمدزي له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، وروسته له هغې چې د افغانستان په کرکټ کې ورته د مخکې تګ امکانات کم شول، نو پرېکړه يې وکړه چې له يوې بهرنۍ لوبډلې سره يوځای شي.

ښاغلي احمدزي ويلي چې له افغانستانه يې اروپا ته په قاچاقي لارې ځان ورسوه او وروسته په دې وتوانېده چې د فرانسې نوې جوړېدونکې کرکټ ملي لوبډله کې ځان لپاره ځای پيدا کړي.

نوموړي زياته کړې، دا پرېکړه د هر لوبغاړي لپاره سخته وي چې خپل هېواد او خپله لوبډله پرېږدي، خو په وينا يې د دې په هيله چې د يو بل هېواد استازيتوب وشي کولای نو دغه سخته پرېکړه يې وکړه.

دغه افغان لوبغاړی دا څرګنده نه کړه چې د کومو دلايلو له امله يې خپل هېواد او خپله لوبډه پرېښوده، خو ظاهراً له افغان کرکټ بورډه ناخوښ ښکاري.

انګلستانی جان ټروټ د افغان کرکټ ملي لوبډلې نوی مشر روزونکی شو

سريلانکا د آسيا کرکټ جام سياليو له کوربه توبه بښنه وغوښته

داوود احمدزي وويل چې د افغانستان ۱۶ کلنو، ۱۷ کلنو، له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلو او همداراز په شپږيزه ليګ کې يې د ميس عينک لوبډلې لپاره لوبي کړي او په وينا يې په دغه لوبو کې هم ځلېدلی دی.

د هغه په وينا له يو کال راهیسې د فرانسې کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبېږي او تر دې دمه يې د فرانسې لپاره پنځه شلواوریزې نړيوالې لوبې کړې دي.

 

Leave a reply