د افغانستان په بازارونو کې د زړو بانکنوټونو ستونزه مخ په ډېرېدو ده

په دې وروستيو کې د افغانستان پلازمېنې کابل په شمول په يو شمېر لويو ښارونو کې د زړو او نه چلېدونکو بانکنوټونو ډېرېدو هټۍ وال او سوداګر اندېښمن کړي.
تېره اونۍ د هرات صرافانو د دغه ولايت په بازارونو کې د زړو پيسو د ډېرېدو له امله په اعتراض ډول خپلې صرافيانې د پېرېدونکو پر مخ وتړلې.
همداراز د بادغيس او غور په بازارونو کې هم خلک د زړو او ناچلو پيسو د ډېرېدو له امله اندېښمن دي او وايي چې ورځنۍ چارې يې ورته ټکنۍ کړې دي.
د غور او بادغيس اوسېدونکي: زړو بانکنوټونو راته سرخوږی جوړ کړی
۱۵۰ میلیون افغانی بانکنوت کهنه در کابل حریق شد
په ورته وخت کې د افغانستان بانک هم د نويو افغاني بانکنوټونو د چاپ او راوتلو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
ويل کېږي چې د تېر حکومت پرمهال افغاني بانکنوټونه په جرمني، فرانسې، برېتانيا او پولنډ کې چاپېدل، خو تر دې دمه روښانه نه ده چې د ا.ا.ا به نوي افغاني بانکنوټونه کله او چېرته چاپ کړي.






