د پاکستان او افغانستان چارواکو په تورخم پوله مهمه لیدنه کړې

0
207

د پاکستان او افغانستان چارواکو په تورخم پوله مهمه لیدنه کړې

باغی ټي وي رپورټ:

د پاک افغان تورخم پولې ګمرک کمپاؤنډ کښې د ايډيشنل کلکټر محمد طيب په مشرۍ کښې د پاک افغان چارواکو ترمينځه لويه غونډه وشوه۔
په دې مهمه غونډه کښي اے ډي سي محمد طيب، ډي سي امانت خان، اے ډي ټرانزټ امان الله خان، اے سي پريوينټيو فرهاد، ايف سي ميجر شرجيل، اين ايل سي ميجر، د تورخم تحصيلدار غنچه ګل، ايف آئي اے، پوليس چارواکو، دتورخم کسټم ایجنټانو اتحادیی مشر ملک رياض شينواري، په داسي حال کښي چي د افغان اسلامي امارت چارواکي انجینر مسلم خاکسار، د ګمرک مدیر،عمومي مدیر حاجي نقیب الله او یو شمیر نور افغان چارواکی هم په دې غونډه کښې شتون لرلو.
په دې کتنه کې دواړو لورو د ګمرکونو پر ستونزو او د خلقو پر ستونزو هراړخیزه خبرې وکړې، افغان چارواکو د افغان ناروغانو پر ستونزو او د هغوی د تګ راتګ پر کړنلارو اندېښنه څرګنده کړه او غوښتنه ی وکړه چې افغان ناروغانو لپاره دې په پوله اسانتیاوې ورکړل شي.
په دې موقع ایڈیشنل کلکټر محمد طیب وویل چې د سوداګرو ستونزې به په لومړیتوب هواروو ، نوموړي په دې موقع افغان چارواکو ته د موجودو ستونزو او مشکلاتو د حل کولو ډاډ ورکړو او ویې ویل چې د وارداتو او صادارتو په برخه کې به د حل لاره پیدا کوي.
نوموړي اوویل چې مونږ به خپلو عملي هڅو ته دوام ورکړو چې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پراختیا ومومي او د کلنۍ سوداګرۍ حجم زیات شي.

Leave a reply