ايران کې د کرونا نوې څپه؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴ کسان مړه شوي

د ایران بېلابېلو ښارونو کې د کرونا نوې څپې له امله ۳۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ایران رسنۍ وايي د دغه هېواد په ۲۷ ولايتونو کې د کرونا مثبتې پېښې ډېرې شوي او په ۶ نورو ولايتونو کې د کرونا له امله د مړو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی.
راپورونه وايي چې د ايران په یو شمېر بېلابېلو ښارونو کې د کرونا مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي او دغې چارې د روغتيا اړوند بنسټونه او خلک اندېښمن کړي دي.
د جرمني د روغتيا وزير: کرونا به سږني مني کې يو ځل بيا ناورين رامنځته کړي
جاپان کې د کرونا پېښې ډېرې شوي دي
ایران يو له هغو هېوادونو دی چې د کرونا وبا په تېرو څپو کې يې هم ډېر زيان وليده او دغې وژونکې وبا د ډېر شمېر ايرانيانو ژوند واخيست.






