د جرمني د روغتيا وزير: کرونا به سږني مني کې يو ځل بيا ناورين رامنځته کړي
د جرمني د روغتيا وزير کارل لاوټرباخ ويلي چې کرونا وبا به د سږکال په مني موسم کې په جرمني کې يو ځل بيا ناورين رامنځته کړي.
هغه ويلي چې که دغه وضعيت دوام ومومي او بنسټيز تدابير ونه نيول شي، نو دغه ناروغۍ به د سږ کال په مني موسم کې په جرمني کې ناورین رامنځته کړي.
کارل له رسنيو سره به خبرو کې ويلي، که موږ پرته له تدابيرو د سږني کال مني موسم ته دننه شو، نو ښايي د کرونا وبا مثبتې پېښې به په جرمنې کې ډېرې پورته لاړې شي او زموږ روغتيايي مرکزونه به هم له سخت فشار سره مخ شي.
د آلمان د روغتيا وزير له يوې آلمانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، د کرونا د نوې څپې سره د مبارزې لپاره د خپل هېواد چارواکو سره يې سلامشورې روانې دي او هڅه کوي چې په ممکنه ډول د دې څپې مديريرت په سمه بڼه وکړي.