جاپان کې د کرونا پېښې ډېرې شوي دي
جاپان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بې مخينې توګه د کرونا نوې پېښې ثبت شوې دي.
په دغه هېواد کې په تېره يوه ورځ او شپه کې ۱۱۰ زره د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
دا د کرونا وبا له پيل څخه ترټولو ډېره شمېره ده چې په ۲۴ ساعتونو کې ثبت کېږي.
رویټرز خبري آژانس په يو راپور کې ويلي، چې په جاپان کې پر کرونا ویروس اخته ۳ کسان مړه شوي او د ۱۲ نورو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
اوسمهال جاپان د کرونا له پنځمې څپې سره مخامخ دی، چې ډېری پېښې يې د دې ناروغۍ له اوميکرون ډول څخه دي.
په جاپان کې د کرونا مثبتې پېښې داسې مهال ثبتېږي، چې د روغتیا نړيوال سازمان څو ورځې وړاندې يو ځل بيا د کرونا وبا د پېښو زياتېدو په اړه خبرداری ورکړ.





