د کندهار ولايت يو شمېر بڼوال او بزګران وايي چې سږنۍ وچکالۍ په دغه ولايت کې د دوی د انګورو حاصلاتو ته سخت زیان اړولی دی.
دا چې اوسمهال په کندهار کې د انګورو د حاصلاتو موسم دی، خو بڼوال خوشحاله نه دي او وايي چې سږنۍ وچکالۍ يې حاصلاتو ته سخته ضربه رسولې ده.
دوی له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې سږکال د انګورو حاصلات يې د تېر کال په پرتله لږ او د کيفيت له اړخه هم بې خونده دي. دوی يې لامل د اوبو نشتون ګڼي.
دغه بڼوال په ورته وخت کې د سوند توکو د بيو لوړوالی هم يو له هغو لاملونو څخه ګڼي چې د دوی په حاصلاتو يې منفي اغېز پريښی دی.
په بلخ کې د خټکيو او د هندواڼو حاصلات ډېر شوي
د کندز بزګران: سږ کال په دې ولايت کې د خټکيو حاصلات نسبتاً ښه شوي
دوی زياتوي، د اوبو د کمښت له امله اړ دي چې د جنراټورونو په مرسته له ځمکې څخه اوبه راوکاږي، خو دا چې د تېلو په قيمت کې ډېر توپېر راغلی نو دوی نشي کولای چې له دې لارې هم خپلو حاصلاتو ته په وخت سره اوبه ورکړي.
دغه بزګران د افغانستان.ا.ا له چارواکو غوښتنه کوي، چې له دوی سره د سوند توکونو د قيمتونو او سړو خونو د جوړولو په برخو کې همکاري وکړي.











Leave a Reply