ټولګټو وزارت: په کابل کې مو ۱۳۳ جريبه دولتي ځمکه له غصب څخه راګرځولې

د افغانستان ا.ا د تولګټو چارو وزارت وايي چې د کابل په بګراميو ولسوالۍ کې یې د دې وزارت اړوند ۱۳۳ جريبه ځمکه له غصب څخه راګرځولې ده.

دغه وزارت په يوه راپور کې ويلي چې له غاصبينو څخه د ځمکو راګرځولو په دوام يې دغه ګام پورته کړی او دغه لړۍ به په چټکۍ سره دوام لري.

د ټولګټو چارو وزارت اداري، خدماتي او املاکو رئيس قاري عبدالرحيم چې د يو پلاوي په مشرۍ دغې ولسوالۍ ته تللی ؤ، رسنيو سره په خبرو کې يې وويل چې دغه غصب شوې ځمکه د بګراميو ولسوالۍ اړوند سهاک سيمه کې د زورواکو لخو غصب شوې وه.

په زابل کې سلګونه جريبه ځمکې له غصب څخه خلاصې شوې

افغان حکومت د پخوانیو چارواکو د ملکیتونو د غصب د مخنیوي لپاره هڅې پيل کړې دي

نوموړي زیاته کړه دوی به يوه لوېشت دولتي ځمکه هم غاصبينو ته په واک کې پرېنږدي او ټولې دولتي ځمکې به بېرته راوګرځوي.


Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *