امریکا اوکراین سره نوره پوځي مرسته وکړه 

0
128

امریکا اوکراین سره نوره پوځي مرسته وکړه 

دغه ډول وسلې له دې نه مخکې امریکا اوکراین ته نه وې ورکړې. د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، اوکراین ته ورکول کېدونکې وسلې کره هدف وېشتلی شي او د اوکراین ځواکونه به یې په کامیابۍ استعمال کړي.

 

(2022 / 7 / 9   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکراین په دونباس او نورو سیمو کې د روسي ځواکونو د پرمختګ مخې نیولو په لړ کې د اوکراین پوځ سره د مرستې لپاره امریکا اوکراین سره د نور پوځي مرستو اعلان کړی دی.

امریکايي چارواکو د جمعې په ورځ اوکراین سره د ۴۰۰ میلیونه ډالرو تازه مرستې اعلان وکړ چې پکې به اوکراین ته نوې ډول وسلې ورکول کېږي.

دغه ډول وسلې له دې نه مخکې امریکا اوکراین ته نه وې ورکړې. د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، اوکراین ته ورکول کېدونکې وسلې کره هدف وېشتلی شي او د اوکراین ځواکونه به یې په کامیابۍ استعمال کړي.

اړوند موضوعات: 

د روسیې ولسمشر ویلي چې پر اوکراین برید مو لا پۀ سمه بڼه ندی پیل کړی 

پېنټاګون اوکراین سره د تازه مرستو اعلان په داسې حال کې کړی دی چې څو ورځې وړاندې روسي ځواکونو د اوکراین په لوهانسک ښار کې د بریا اعلان کړی او اوکرایني ځواکونه د لېسچېنسک ښار نه په شا شوي دي.

Leave a reply