د روسیې ولسمشر ویلي چې پر اوکراین برید مو لا پۀ سمه بڼه ندی پیل کړی 

0
78

د روسیې ولسمشر ویلي چې پر اوکراین برید مو لا پۀ سمه بڼه ندی پیل کړی 

پوتین په خپله وینا کې دا هم ویلي چې که لویدیځ دا جرآت لري نو روسیې ته دې د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړي. نوموړي ادعا کړې چې که د اوکراین جګړه څومره اوږدیږي، د اوکراین لپاره به د سولې لپاره خبرې اترې ستونزمنې شي.

 

(2022 / 7 / 8   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په مسکو کې د دغه هېواد د پارلمان مشرانو ته ويلي، چې پر اوکراين د دوی بريد تر اوسه په جدي توګه نه دی پيل شوی.

پوتین په خپله وینا کې دا هم ویلي چې که لویدیځ دا جرآت لري نو روسیې ته دې د جګړې په ډګر کې ماتې ورکړي. نوموړي ادعا کړې چې که د اوکراین جګړه څومره اوږدیږي، د اوکراین لپاره به د سولې لپاره خبرې اترې ستونزمنې شي.

په اوکراین کې روسي ځواکونو د لوهانسک د وروستي ښار له نیولو وروسته د ختیځ دونتسک سیمې پر لور خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.

اړوند موضوعات: 

اروپايي هېوادونو پر اوکراین د نۀ تسلیمېدو غږ کړی 

د اوکراین حکومت د پوتین خبرې رد کړې او ویلي یې دي چې دا خبرې یوازې د روسیې د کورنیو مخاطبینو د مصروفولو لپاره وې.

Leave a reply