وزیرخزانه قوم ته زیرې ورکړې

0
104

باغی ټي وي رپورټ
د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل د غوړیو او تیلو د ارزانه بیعې طمعه څرګنده کړې ده.
د اقتصادي رابطې کمېټۍ غونډه د خزانې وزير مفتاح اسماعيل په مشرۍ کې وشوه چې په نړيواله کچه د غوړيو او تېلو د بيعو د کموالي په اړه بحث وشو.

په دې موقع مفتاح اسماعیل د غوړیو او تیلو د ارزانه بیغې خبر ورکولو سره وویل چې په نړیواله کچه د غوړیو د نرخونو د کمیدو سره به په پاکستان کې د غوړیو بیعه یو نیم سل روپو ته راښکته شي او اوړه به هم ارزانه شي. .

د اقتصادي رابطې کمېټۍ د صنعتونو او پاور پلانټونو لپاره د ګیس په نرخونو کې د کمولو منظوري هم ورکړه.
دا خبره مهمه ده چې د اتحادي ګوندونو په حکومت نیوکې روانې دي چې به نړيوال بازار کښې د تیول نرخ کم شوې دې خو دوی وس هم د تیلو بیعې نه راښکته کوي چې له مله ی خوراکي توکي او د ژوند یو شمیر نور شیان ډیر په ګران نرخ ترلاسه کیږي، عام اولس غوښتنه کوي چې وزیراعظم شهباز شریف دې د تیلو نرخونه کم کړي چې په عام بازارونو کښې د خوراکي توکو بیعې هم راټیټې شي.
نورخبرونه

راتلونکې عامې ټاکنې، عمران خان بیا د درغلیو تورونه لګولي دي

Leave a reply