اروپايي هېوادونو پر اوکراین د نۀ تسلیمېدو غږ کړی 

0
193

اروپايي هېوادونو پر اوکراین د نۀ تسلیمېدو غږ کړی 

هغه زیاته کړې چې اوکراین باید د روسیې د یرغل پر وړاندې ودرېږي او د پوتین خبره و نه مني. په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر هم وایي چې دوی به خپل مقاومت ته ادامه ورکوي.

 

(2022 / 5 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اروپايي هېوادونه وایي اوکراین باید روسیې ته تسلیم نه شي. د پولنډ ولسمشر اوکراین ته تللی او هلته یې ددغه هېواد پارلمان ته په وینا کې ویلي چې د اوکراین تسلیمي د ټولې سیمې لپاره ناوړه پایلې لري.

هغه زیاته کړې چې اوکراین باید د روسیې د یرغل پر وړاندې ودرېږي او د پوتین خبره و نه مني. په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر هم وایي چې دوی به خپل مقاومت ته ادامه ورکوي.

روسیې بیا په اوکراین کې خپلې جګړې شدیدې کړې دي او دا مسئله ددې سبب شوې چې په اروپا کې د خوړو، تېلو، ګازو او نورو اړینو توکو بیې لوړې شي.

Leave a reply