د افغانستان لپاره د م،م ځانګړي راپورټر بلخ کې د ملکي وګړو وژل غندلي دي

د افغانستان لپاره د م،م ځانګړي راپورټر بلخ کې د ملکي وګړو وژل غندلي دي
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي دا خبرې مزارشریف ته تر سفر کولو وروسته لیکلې او ویلي یې دي، چې هلته یې د قربانیانو له کورنیو سره لیدلي او خواخوږي یې ورسره ښوولې ده.
(2022 / 5 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي «ریچارد بینت» په افغانستان کې د ملکي وګړو پر وژلو خواشیني ښوولې او دا ډول مرګژوبلې یې خونړۍ پېښې بللې دي.
ریچارد بینت په مزارشریف کې تروریستي برید ته په اشارې – چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې د شیعهګانو په یوه جومات کې وشو – پر ټویټر لیکلي، چې دا ډول بریدونه وحشتناک دي، باید چې مخه یې ونیول شوي.
د هغه په وینا، چې پر ملکي وګړو بریدکوونکي دې پیدا او عدالت ته راوستل شي.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي دا خبرې مزارشریف ته تر سفر کولو وروسته لیکلې او ویلي یې دي، چې هلته یې د قربانیانو له کورنیو سره لیدلي او خواخوږي یې ورسره ښوولې ده.
یوه میاشت وړاندې د مزارشریف په «سهدوکان» جومات کې خونړۍ چاودنه شوه، چې پر لسګونه ټپیانو سربېره لږ تر لږه ۲۶ لمونځکوونکي پکې ووژل شول.






