د بهرنیو چارو مرستیال ویلي چې د ښځو حقوق هېڅوک نشي تلف کولی
د بهرنیو چارو مرستیال ویلي چې د ښځو حقوق هېڅوک نشي تلف کولی
نوموړي د « اختر بازار» په نوم د یوه نندارتون د پرانیستې پر مهال په خپلو خبرو کې وویل، چې ښځې ددې ټولنې نیمايي برخه تشکیلوي او هیڅوک نشي کولای چې د دوی د حقونو له ورکړې انکار وکړي.
(2022 / 7 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معیین شېرمحمد عباس ستانکزی وايي، چې اسلامي امارت ښځو ته په سیاسي او اقتصادي برخو کې ونډې ورکولو ته ژمن دی.
نوموړي د « اختر بازار» په نوم د یوه نندارتون د پرانیستې پر مهال په خپلو خبرو کې وویل، چې ښځې ددې ټولنې نیمايي برخه تشکیلوي او هیڅوک نشي کولای چې د دوی د حقونو له ورکړې انکار وکړي.
اړوند موضوعات:
افغان مېرمنې او برخلیک یې؛ طالبانو پۀ وروستۍ اونیو کې د ښځو حقوقو د ورکړې هڅې پیل کړي دي
هغه همداراز وویل، چې دمګړۍ د هېواد په ځینو برخو کې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستې دي او پاتې ښوونځي به د تخنیکي ستونزو تر هواري وروسته پرانیستل شي.