افغان مېرمنې او برخلیک یې؛ طالبانو پۀ وروستۍ اونیو کې د ښځو حقوقو د ورکړې هڅې پیل کړي دي
افغان مېرمنې او برخلیک یې؛ طالبانو پۀ وروستۍ اونیو کې د ښځو حقوقو د ورکړې هڅې پیل کړي دي
که څه هم نړۍوالو پۀ دې اړه تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی؛ خو د پوهنتونو د بیا پیل او د ښځړ حقوقو ته د رسیدګۍ پۀ اړه یې د طالبانو وروستۍ هڅې ستایلې او پۀ دې برخه کې یې د لا توجه غوښتنه کړې ده.
(2022 / 2 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د کابو شپږ میاشتو پۀ تېرېدو لاهم د ښځو برخلیک نامعلوم دی، که څه هم نړۍوالو د طالبانو د پر رسمیت پېژندلو د ښځو حقوق او هغوی ته دندې ورکول د اساسي شرط پۀ توګه یاد کړي خو لا هم طالبانو ښځو ته د دندو ورکولو پۀ اړه څه ندي ويلي.
پۀ وروستیو اونیو کې د ا.ا.ا د لومړي وزیر پۀ امر د ملالۍ روغتون ته ملالۍ فیضي د رئیسې پۀ توګه او د کابل طبي پوهنتون ته ښځینه ډاکټره رئیسه ټاکلې ده.
که څه هم نړۍوالو پۀ دې اړه تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی؛ خو د پوهنتونو د بیا پیل او د ښځړ حقوقو ته د رسیدګۍ پۀ اړه یې د طالبانو وروستۍ هڅې ستایلې او پۀ دې برخه کې یې د لا توجه غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده چې د ا.ا.ا چارواکو هم ویلي چې د ښځو ټول هغه حقوق ورکوي کوم چې اسلام ورکړي دي.