اتحادي حکومت به پاکستان کښې بدلون راولي، مونږ به مخ په وړاندې تلل وکړو: وزیراعظم شهباز شریف

0
199

باغي ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په جولائي مياشت کښې د لوډشيډنګ نوره هم زياتولو اشاره کړې وه۔

د اتحادي ګوندونو قومي اسمبلۍ غړو ته په وینا کښې وزيراعظم وويل خلق د ګرانۍ سره مخ دي، شتمنو څخه د دوه سوه اربه روپو د جمع کولو توقع ده، پاکستان د غریبۍ او افلاس څخه ژغورل شوې دې او ډير زر به د پيسو نړيوال صندوق (آي ايم ايف) سره تړون لاسليک شي.

وزيراعظم زياته کړه چې د پي ټي آئي حکومت لخوا د آئي ايم ايف سخت شرطونه ومنل شول، ښايي په جولائي مياشت کې لوډشيډنګ زيات شي.
هغه زیاته کړه، په نړۍ کې د ډبرو سکاره ډېره ګرانه شوې ده، له پاکستان څخه د ډبرو سکرو پر واردولو میلیاردونه ډالر مصرفېږي، انشاالله له افغانستانه به د ډبرو سکاره را واردېږي، له افغانستان څخه د ډبرو سکارو په واردولو سره به کابو دوه میلیارده ډالره سپما کېږي، موږ به له افغانستانه سکاره رانیسو. په ډالرو خو په روپیو.

وزيراعظم وويل چې چيلنجونه به راځي خو پرمختګ به جاري ساتو او ستونزې به حل هواروو، هغه زیاته کړه چې د دوستو هيوادونو څخه به فني مرستې ترلاسه کړو، سرمايه کارۍ او دوی سره به تجارت کوو، د کشکول دور به ختميږي او نوى دور به راځي، وزیراعظم اوویل چې اتحادي حکومت به بدلون راولي او پاکستان به مخ په وړاندې ځي.

شهباز شریف وویل چې له افغانستانه د کویلې( ډبرو سکرو) د واردولو لپاره د خواجه اصف په مشرۍ یوه کمېټه جوړه شوې ده چې دې په اړه افغان چارواکو سره خبري وکړي او د افغانستان څخه په ښه توګه ډبرې سکاره واردول په ښه توګه پیل شي.

نور خبرونه هم اوګورې

د پاکستان په دفاع او سلامتیا به هیڅ کومه جوړ جاړې و نه کړو: وزیراعظم شهباز شریف

عمران خان د شهباز شریف په حکومت نیوکې کړي دي

Leave a reply