کندز کې د افغانستان وروستۍ زلزلې قربانیانو د فاتحې مراسم ترسره شول

۶ چنګاښ ۱۴۰۱ – ۲۷ جون ۲۰۲۲
کندز ولايت کې د پکتيکا او خوست وروستۍ زلزلې د قربانيانو لپاره د فاتحې مراسم او د قران کريم ختم ترسره شول.
ياد مراسم نن دوشنبه د دغه ولایت مرکز کې ترتيب شوي ؤ چې پکې يو شمېر ځوانانو، محصیلونو او فرهنګیانو ګډون درلود.
ګډونوالو په هېواد کې د وروستۍ طبیعي پېښو له قربانیانو سره د خواخوږۍ وړاندې کولو ترڅنګ د دغو پېښو د شهیدانو فاتحه واخیسته او د قران کریم ختم يې هم ترسره کړ.
دغه مراسم په کندز کې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې او هېواد ښوونیز مرکز لخوا ترتیب شوي ؤ.
د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې مشر محمد اسلم رشیدي له باغي پښتو ټلويزيون سره په خبرو کې له خيريه بنسټونو وغوښتل، چې له زلزله ځپلو سره خپلې مرستې ډېرې کړي او همدا راز د مرستو د وېش پروسه کې دې لا روڼتیا رامنځته کړي.
د غونډې بل ګډونوال، سيمه ييز خبريال او ليکوال رحمت الله همنوا په خپلو خبرو کې له مرستندويه هېوادونو او بنسټونو مننه وکړه چې په دې سخت وضعيت کې د افغانانو لاسنيوی کوي. نوموړي هيله وښوده چې د افغانستان ا.ا او اړوند بنسټونه دغه مرستې په پوره روڼتيا سره ووېشي او حق حقدار ته وسپاري.
د يادونې وړ ده چې د زلزله ځپلو سره د مرسته شويو خوراکي او نورو اړینو توکو د وېش په برخه کې د ټولنيزو رسنيو ځيني کاروونکي د نه روڼتیا له امله نيوکې لري او له اړوندو بنسټونو غواړي چې د مرستو دغه لړۍ په پوره روڼتيا سره مخته يوسي.
د راپورونو پر بنسټ په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۰۳۹ کسان مړه شوي او له ۳ زرو پورته ټپیان شوي او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.






