ایم کیو ایم د ملاتړ څخه د روستو کیدلو ګواښ کړې دې
باغی ټي وي رپورټ
ایا د متحده قومي موومنټ او پیپلز ګوند تر منځ اتحاد په پای ته رسیږي؟ د لومړي وزیر ډاډ عملي نه شو او ایم کیو ایم له تړون څخه د وتلو ګواښ کړې دې .
ایم کیو ایم په سندهه کې د بلدیاتی انتخاباتو او د هغې د نتیجو په اړه د سختو اندیښنو په څرګندولو سره ادعا کړې ده چې په هغو حوزو کې چې د دوی کاندیدان بریالي شوي وو، نتایج یې ځنډولي دي.
د کراچۍ پخواني ښاروال او د ایم کیو ایم مشر وسیم اختر ویلي چې اوس حد ته رسېدلی، دوی د معاهدې له امله چوپ دي، که پیپلز ګوند له تړون څخه انحراف وکړ نو ایم کیو ایم به هم د بهادر آباد ته قلفونه واچوي او په سړکونو به راووځي او احتجاجونه په پیل کړي.
ده ووئيل په معاهده كښې وئيلي شوي وو چې پيپلز پارټۍ به زمونږ ميډيټ مني او مونږ به د هغوي مينډيټ منو، په سکر، ميرپور خاص كښې دې ايم كيو ايم ته سيټونه وركړې شي، هغه اوویل چې كه د حلقه بندۍ او انتخابي فهرست په اړه د ايم كيو ايم انديښنې ختمې او وا نه وریدل شوې نو بلدياتي ادارې ته به په کراچۍ او حیدراباد کې د انتخاباتو اجازه ورنکړل شي.