وزیر قانوني وایی د عمران خان د نیب په اړه بیان د دروغو ډک دې

باغي ټي وي رپورټ
د قانون وفاقي وزير نذير تارړ د نېب په قوانينو کښې د بدلون په اړه د عمران خان بيان د دروغو ډک بللې دې.
په يو بيان کې اعظم نذير تارړ وويل د نېب ترميم د عمران خان خپل قانون ؤ او ٨٠ فيصده ترميمونه د هغه لخوا راوړل شوي وو، موجوده حکومت يې يواځې په پارليمنټ کې قانون جوړ کړو.
ده ووئيل عمران خان په دې مسله عدالت ته مراجعه كړې نو د سياسي بيانونو نه دې ډډه وكړي او پرېكړه دې عدالت ته پرېږدي۔
اعظم نذیر تارړ وویل چې مونږ به په محکمه کې د دې ترمیمونو پوره دفاع کوو، دا تعدیلات د اسلامي شریعت، اساسي قانون او د پاکستان د قوانینو مطابق دي.
هغه زیاته کړه چې مونږ د حکومتي کارکوونکو ساتنه وکړه، ترڅو دوی د نیب له تورونو پرته خدمت وکړي.
ياده دې وي چې پخواني وزيراعظم عمران خان د قامي احتساب بيورو (نيب) لخوا د ايتلافي حکومت لخوا منظور کړې شوې ترميم په سپريم کورټ کې چيلنج کولو اعلان کړی وو.
ده ووئيل د نېب په قوانينو كښې تعديل د هېواد توهين دے، هغه كسان چې دا ترميم مني هغه دې زنداني شي، كه هېواد پرمختګ كول وي نو د عدالت حكومت ضروري دى، كوم هېواد چې عدالت نه لري هغه هېواد پرمختګ نه شي كولى تر څو چې د هېواد ستر جنایتکاران د قانون منګولو ته ونه سپارل شي.
دا خبرونه هم اوګورې
رانا ثناالله باندې فرد جرم نن هم ثابت نه شو، اوریدنه وځنډول شوه






