اروپايي ټولنې ویلي چې ژر به بیرته د امریکا او ایران اټومي مذاکرات پیل شي
اروپايي ټولنې ویلي چې ژر به بیرته د امریکا او ایران اټومي مذاکرات پیل شي
هغه زیاته کړې چې دا مذاکرات د اروپایي ټولنې په همکارۍ ترسره کېږي او دوی کوښښ کوي وروستي اختلافات له منځه یوسي او دواړه لوري اټومي هوکړې ته ور وګرځوي.
(2022 / 6 / 26 نېټه باغی ټلویزیون)
بشبړ راپور
اروپايي ټولنه وایي د ایران او امریکا ترمنځ اټومي مذاکرات به ډېر ژر پيل شي.
د اروپايي ټولنې یو پلاوی ددغه ټولنې د بهرني سیاست د مسوول په مشرۍ ایران ته تللی دی او له ایراني چارواکو سره یې کتلي دي.
جوزف بوریل وایي ټاکل شوې چې ډېر ژر د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات پيل شي او دا مذاکرات به په یوه نوې بڼه په کوم خلیجي هېواد کې ترسره کېږي.
هغه زیاته کړې چې دا مذاکرات د اروپایي ټولنې په همکارۍ ترسره کېږي او دوی کوښښ کوي وروستي اختلافات له منځه یوسي او دواړه لوري اټومي هوکړې ته ور وګرځوي.