افغان حکومت یو ځل بیا د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کړې ده

افغان حکومت یو ځل بیا د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کړې ده
د ده په خبره د امریکا لپاره د ازمویښت وخت دی او ددې اړتیا ده چې د افغانستان شتمني آزاده شي څو نړیوالې موسسې په ډاډه توګه افغانانو ته خپلې مرستې ولېږدولی شي.
(2022 / 6 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان حکومت یو ځل بیا د کنګل شوې شتمنۍ د آزادولو غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي له رویټرز سره په خبرو کې ویلي چې دوی له نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي خو د نړیوالو په تېره د امریکا له لوري پر افغانستان اوسنی فشار د منلو نه دی.
د ده په وینا که امریکا په رښتیا د افغانانو لاسنیوی کوي نو د دوی شتمني دې آزاده کړي او تر څنګ یې دي پر مرکزي بانک اوسني محدودیتونه پای ته ورسوي.
بلخوا پرون د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هم پر امریکا غږ وکړ چې د افغانانو شتمني آزاده کړي.
د ده په خبره د امریکا لپاره د ازمویښت وخت دی او ددې اړتیا ده چې د افغانستان شتمني آزاده شي څو نړیوالې موسسې په ډاډه توګه افغانانو ته خپلې مرستې ولېږدولی شي.






