ګڼو هېوادونو افغانستان کې وروستیو زلزله ځپلو سره مرستې اعلان کړې   

0
216

ګڼو هېوادونو افغانستان کې وروستیو زلزله ځپلو سره مرستې اعلان کړې 

همدا راز ټایوان هم له افغانستان سره د یو میلیون ډالرو مرسته اعلان کړې ده او استرالیا ویلي چې دوی هم له نړیوالو موسسو سره په افغانستان کې د زلزله ځپلو د لاسنیوي په موخه یو میلیون ډالر مرسته کوي.

 

(2022  / 6 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ګڼو هېوادونو له افغانستان سره بشردوستانه مرستې اعلان کړې دي. د راپورونو له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانستان کې له زلزله ځپلو سره ۷،۵ میلیونه ډالر مرسته کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا یې لومړی اقدام دی او خپلې مرستې به پراخې کړي.

بلخوا ازبکستان ویلي چې شاوخوا ۷۵ ټنه بشردوستانه مرسته یې افغانستان ته رسېدلې ده او تر اړمنو به په زلزله ځپلو سیمو کې ورسول شي.

همدا راز ټایوان هم له افغانستان سره د یو میلیون ډالرو مرسته اعلان کړې ده او استرالیا ویلي چې دوی هم له نړیوالو موسسو سره په افغانستان کې د زلزله ځپلو د لاسنیوي په موخه یو میلیون ډالر مرسته کوي.

Leave a reply