یو شمېر هېوادونو یو ځل بیا لۀ امریکا غوښتي چې د افغانستان شتمني آزاده کړي 

0
96

یو شمېر هېوادونو یو ځل بیا لۀ امریکا غوښتي چې د افغانستان شتمني آزاده کړي 

په دې کې چین هم شامل دی چې د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي، که امریکا په رښتیا له اړمنو افغانانو سره د مرستو پلان لري نو ددغه هېواد کنګل شوې شتمني دې آزاده کړي او پر افغانانو دې اقتصادي فشارونه پای ته ورسوي.

(2022 / 6 / 26   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ګڼو هېوادونو یو ځل بیا له امریکا غوښتي چې پر افغانستان خپل بندیزونه پای ته ورسوي.

د آر ټي رسنۍ د راپور له مخې وروسته له هغه چې سختې زلزلې د افغانستان ځینې برخې وځپلې نو بشردوستانه مرستو ته سخته اړتیا پېښه شوه.

سرچینه کاږي امریکا هم خپلې مرستې اعلان کړې خو تر ټولو ستره مرسته به یې دا وه چې پر افغانستان یې اقتصادي فشارونه پای ته رسولي وای. په دغه راپور کې راځي چې ګڼو هېوادونو له امریکا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ ازادول غوښتي.

Leave a reply