د روسیې د دفاع وزیر ویلي چې پۀ پوره همغږۍ باید د افغانستان وضعت کنټرول کړل شي

د روسیې د دفاع وزیر ویلي چې پۀ پوره همغږۍ باید د افغانستان وضعت کنټرول کړل شي
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو په مسکو کې د مرکزي اسیا د هېوادونو په یوه امنیتي غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې په سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاق، ترهګرو او ځینو نورو منفي اقداماتو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
(2022 / 6 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیه وایي په سیمه کې د ګواښونو د ختمولو لپاره لا ډېرې همغږۍ ته اړتیا ده.
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو په مسکو کې د مرکزي اسیا د هېوادونو په یوه امنیتي غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې په سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاق، ترهګرو او ځینو نورو منفي اقداماتو په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
هغه ویلي چې په پولو کې د وسله والو او ترهګرو ډلو فعالیتونه هم ډېر شوې دي او هڅه کوي د افغانستان له وضعیت د ځان په ګټه کار واخلي.
هغه ټینګار کړی چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ باید همغږي ډېره شي او په امنیتي برخو کې دې همکاري پراخه کړي.
د روسیې د دفاع وزیر ویلي چې په پوره همغږۍ باید د نشه يي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره هم اقدامات ترسره شي.





