عمران خان راتلونکې اونې بیا د احتجاج اعلان وکړو

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د حکومت لخوا په تنخواه دارو خلقو د ټيکس لګولو په فيصله نيوکه کړې، حکومت ی سخت تنقید کړې دې او راتلونکې هفته ی په پريډ ګراونډ کښې د احتجاجي جلسې اعلان هم کړې دې۔
خپل بيان كښې عمران خان ووئيل چې موجوده حكومت د هېواد معيشت چلولو ته هیڅ تیار نه وو، اوس به د اجناسو نرخونه نور هم لوړ شي، حكومت په اولس زيات بار اچولې، ګراني به بېروزګاري زياته كړي او زراعت به هم ډیر متاثره شي۔
هغه وويل چې په بجټ کې عام خلک په اقتصادي لحاظ وژل شوي، د پټرولو او ډيزلو بيعې لوړې شوې او اوس به په پټرول او ډيزلو باندې لیوي ټیکس هم ولګوي.
پخواني لومړي وزیر زیاته کړه چې د سوپر ټیکس پلي کول به شیان نور هم ګران کړي، د سپر ټیک له امله به د کارپوریټ ټیکس 39 فیصدو ته ورسېږي، په هند او بنګله دیش کې کارپوریټ ټیکس 25 فیصده دې.
ده وويل چې ډېرو کارخانو څخه د خلکو ويستل پيل کړې شوي دي د سپر ټيکس نه پس د سټاک مارکيټ باندي منفي اثر شوے دے۔سپر ټيکس به د پيداوار قيمت زيات کړي۔
ده په تنخواه اخستونکو اهلکارو باندې د نوي ټېکس په اړه خبرې كولو سره ووئيل چې په تنخواه داره طبقه باندې ټېكس نور هم زيات كړے شوے دے۔
عمران خان په حکومتی مشرانو نیوکه وکړه او ویې ویل چې نېب د ترامیم له لارې پاکستان د یو ناکام ریاست جوړولو په لور روان دی، موجوده حکومت د عدالت نظام تباه کړی، هغوی په دې فکر کې وو چې این آر او څنګه ترلاسه کړو.






